ایران پر اشغالي فلسطین پراخ توغندیز بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي چې ایران د اشغالي فلسطین پر بېلابېلو سیمو پراخ توغندیز بریدونه پيل کړي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، توغندي د څو پړاوونو په ترڅ کې ویشتل شوي او ځینې یې مهمو ښارونو او پوځي اهدافو ته نږدې لګېدلي دي.
عیني شاهدان وايي، د اشغالي سیمو په بېلابېلو ښارونو کې د خطر زنګونه وهل کېږي او خلک خوندي ځایونو ته د تېښتې په حال کې دي.
د بیړنیو خدماتو ټیمونه سیمو ته استول شوي، خو تر دې مهاله د مرګژوبلې او مالي زیانونو کره شمېرې نه دي خپرې شوې.
ایراني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د بریدونو جزییات نه دي شریک کړي، خو سپاه پاسداران ته پر ایران د امریکا او صهیونیستي ریژیم د وروستیو ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې ترسره شوی دی.
بل لور ته د اسراییلو پوځ ویلي چې د توغندیو د شنډولو لپاره یې دفاعي سیسټمونه فعال کړي او ځینې توغندي یې په هوا کې له منځه وړي دي.
سیمه کې امنیتي وضعیت ترینګلی بلل کېږي او د لا نورو تحولاتو احتمال شته.



