د عراق اسلامي مقاومت سازمان یو ځل بیا په اربیل کې د امریکایي اشغالګرو اډې هدف وګرځولې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
عراقي مقاومت اعلان کړی، چې ځواکونو یې یو ځل بیا د عراق اربیل ښار کې د اشغالګرو پوځي اډې په نښه کړې دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، برید د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوی، خو تر اوسه د مرګژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه کره جزییات نه دي ورکړل شوي.
مقاومت ویلي، چې دا اقدام د بهرنیو ځواکونو د حضور او سیمه کې د وروستیو تحولاتو په غبرګون کې ترسره شوی دی.



