تل ابیب کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل کېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)

د نړیوال خبري اژانس رویترز د راپور له مخې، د تل ابیب په ځینو برخو کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي،چې له امله یې د خلکو ترمنځ اندېښنې را ټوکیدلې دي.
همداراز اسراییلي ورځپاڼې یدیعوت أحرونوت ویلي چې د اسراییلو په مرکزي سیمو کې زورورې چاودنې شوې دي.

عیني شاهدان وایي چې د چاودنو له امله لوخړې اسمان ته پورته شوي او بیړني خدماتي ټیمونه سیمو ته استول شوي دي.

تر اوسه یادو کې چاودنو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

امنیتي سرچینې وایي چې وضعیت له نږدې څارل کېږي او ښايي په راتلونکو ساعتونو کې یې په اړه معلومات خپاره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button