کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د هوايي ځواکونو له لوري نن یو ځل بیا د پاکستان په بېلابېلو مهمو پوځي مرکزونو هوايي ګوزارونه ترسره شوي چې په وینا يې، په دغو بریدونو کې د راولپنډۍ نورخان اډه، د بلوچستان کوټه کې ۱۲ نمبر قول اردو، د خیبر پښتونخوا مهمندو ایجنسۍ خویزو کمپ او د غلني پوځي قرارګاوې په نښه شوې دي.
د ملي دفاع وزارت زیاتوي چې یاد هوايي بریدونه په دقیق ډول ترسره شوي او هدفونه پرې په بریالیتوب ویشتل شوي، چې له امله یې د پاکستان پوځي تأسیساتو ته د پام وړ زیان اوښتی زياتوي چې دغه ګوزارونه د پاکستان د وروستیو هوايي تجاوزونو په غبرګون کې شوي دي.
وزارت ټینګار کړی چې پاکستاني ځواکونه تېره شپه او نن ورځ په کابل، بګرام او ځینو نورو سیمو کې هوايي بریدونه کړي وو، او که د افغانستان د حریم نقض او بېاحترامي دوام وکړي، نو له لا شدید غبرګون سره به مخ شي.

















