حزب‌الله: د اسراییلو پر ضد پراخ عملیاتو پیل کړل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب‌الله اعلان کړی، چې د صهیونیستي ريژیم پر ضد یې پراخ عملیات پیل کړي دي.

د دې ډلې په وینا، ځواکونو یې د حیفا سوېل کې د اسراییلي پوځ اړوند د «مشمار الکرمل» توغندیز دفاعي سایټ د توغندیزو بریدونو هدف ګرځولی دی.

حزب‌الله ویلي چې دغه اقدام یې د ایران د ستر مذهبي مشر “سید علي خامنه‌اي” د شهادت د غچ په لړ کې ترسره کړی دی.

تر دې مهاله اسراییلي لوري په رسمي ډول د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او د احتمالي زیانونو په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button