کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د سپاه پاسداران یوه قومندان ادعا کړې، چې په ټول ایران کې له ۲۵ زرو څخه ډېرې د توغندیو د توغولو اډې لري او تر اوسه یې یوازې لس سلنه کارولې دي.
د هغه په وینا، ډېری دغه اډې ګرځنده دي او داسې طرحه شوي چې د څو میاشتو اوږدې جګړې پر مهال هم مقاومت وکړای شي.
نوموړي ویلي، د دوی په واک کې د بالستیک توغندیو شمېر د ځینو سیمهییزو هېوادونو د پوځونو له شمېر هم زیات دی، او زیاته کړې یې ده چې د دوی متحدین هم له ۵۰ زرو څخه ډېر بالستیک توغندي لري، خو تر اوسه ورته د کارولو اجازه نه ده ورکړل شوې.
دغه سپاهي قومندان ټینګار کړی، چې جګړه لا په لومړیو پړاوونو کې ده او ایران د کلونو اوږدې جګړې ته چمتو دی او د هېواد د حاکمیت او «ملي وقار» په اړه به امتیاز ور نه کړي.
















