واشنګټن پوسټ: ریاض کې د سي ای اې دفتر په نښه شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)

 واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د امریکا د سفارت په ودانۍ کې د سي ای اې اړوند یو مرکز د مشکوک ډرون له خوا په نښه شوی دی.

د راپور له مخې، امریکا او سعودي عربستان تایید کړې چې دوو ډرونونو په ریاض کې د متحده ایالات د سفارت پر ودانۍ برید کړی، خو دواړو لورو تر اوسه دا نه دي ویلي چې ګواکې په دغه برید کې د سي‌اې‌اې مرکز هم هدف ګرځېدلی که نه.

تر دې مخکې هم په ریاض کې د امریکا د سفارت پر ودانۍ د ډرون برید راپورونه خپاره شوي وو، خو د اوښتو زیانونو او د برید د عاملینو په اړه کره جزییات نه دي وړاندې شوي.

چارواکو ویلي چې امنیتي ادارې د پېښې په اړه څېړنې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button