مارکو روبیو: دوبۍ کې د امریکا پر کونسلګرۍ ډرون برید شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب ۱۴۰۴ل)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “مارکو روبیو” ویلي چې د متحده ایالاتو پر کونسلګرۍ دوبۍ کې د ډرون له لارې برید شوی، خو د هغه په وینا، په دې پېښه کې هېچا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
نوموړي زیاته کړې چې د امریکا دیپلوماتیکې استازولۍ «تر مستقیم برید لاندې» دي او اړوند امنیتي ارګانونه وضعیت له نږدې څاري.
تر اوسه د برید د عاملینو په اړه څه نه دي ویل شوي، او نه هم کومې ډلې د دې پېښې مسؤولیت منلی دی.
د سیمې وروستیو امنیتي تحولاتو ته په کتو، دغه پېښه د ډیپلوماتیکو مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنې لا پسې زیاتوي.



