د ایران د مشرتابه ویاند: په کویټ کې د امریکا درې سمندري مرکزونه ویجاړ شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د مشرتابه ویاند اعلان کړی، چې د کویټ په خاوره کې یې د امریکایي اشغالګرو د سمندري ځواکونو درې مهم مرکزونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.
د نوموړي په وینا، دا اقدام د ایران د دفاعي ځواک د عملیاتو یوه برخه ده،چې سیمه کې د امریکا د حضور او پوځي فعالیتونو په ځواب کې ترسره شوی دی.
ویاند ټینګار کړی، چې ایران به په خپلو اقداماتو کې په دفاعي او ځوابي توګه ثابت پاتې شي او هر ډول ګواښ ته به په سختۍ سره ځواب ورکوي.
تر اوسه د امریکا له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی او د پېښې د جزییاتو په اړه نور معلومات هم نه دي ورکړل شوي.



