ولسمشر پزشکیان عربي هېوادونو ته: د امریکا-اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې ځواب ورکول اړین و

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ګاونډیو خلیجي هېوادونو ته په خطاب کې ویلي چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته د تهران له لوري ځوابي اقدامات «لازمي» وو.
نوموړي پر ایکس (پخواني ټویټر) په خپره کړې وینا کې ویلي، چې ایران هڅه کړې وه، چې د سیمې له هېوادونو سره په همکارۍ د جګړې پراخېدو مخه ونیسي؛ خو د هغه په وینا د امریکا او اسرائیلو بریدونو ایران ته بل انتخاب پرېنښود.
د راپورونو له مخې، د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته ایران په ځواب کې د سیمې پر ځینو ځایونو سلګونه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي. ویل کېږي په دغو بریدونو کې د امریکا پوځي اډې او د خلیجي هېوادونو ځینې ملکي او د انرژۍ اړوند تاسیسات هم په نښه شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د متحده عربي امارات، قطر او عمان ځینې سیمې هم شاملې وې.
پزشکیان ټینګار کړی چې ایران د خپلو ګاونډیو هېوادونو حاکمیت ته درناوی لري او باور لري چې د سیمې امنیت او سوله باید د همدې سیمې د هېوادونو له لوري تضمین شي.

مربوطه مطالب

Back to top button