کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۴ل)
یو امریکایي چارواکي ویلي، چې ایران د اوږدې مودې لپاره د جګړې د دوام وړتیا لري او کولای شي تر لسو کلونو پورې په پوځي نښتو کې برخه واخلي.
د نوموړي په وینا، د ایران د توغندیو زېرمې ښايي له دوو میلیونو څخه هم ډېرې وي، چې دا چاره د دغه هېواد پوځي ظرفیت د پام وړ لوړ ښيي.
هغه زیاته کړې، چې ایران په وروستیو کلونو کې خپل دفاعي او توغندیز ځواک پراخ کړی او همدا موضوع کولای شي د هرې جګړې پر اوږدېدو اغېز ولري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران د پوځي ځواک، په ځانګړي ډول د توغندیز ظرفیت په اړه د لوېدیځو چارواکو او پوځي شنونکو بېلابېل اټکلونه وړاندې شوي دي.
خو یاد امریکایي چارواکي د خپلې ادعا د سرچینې او یا هم د دغې شمېرې د کره اسنادو په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.


















