پر اسرائیلو د ایران بریدونه؛ بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل کېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي چې پر اسرائیلو د ایران د وروستیو بریدونو په لړ کې د تل ابیب ښار ته نږدې د بن ګوریون هوايي ډګر په شاوخوا کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د چاودنو له امله په سیمه کې د وېرې فضا رامنځته شوې او د هوايي ډګر شاوخوا امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

تر اوسه دغو چاودنو کې د احتمالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي؛ خو دا د ایران- اسرائیلو ترمنځ د روان تاوتریخوالي په لړ کې تر ټولو خونړۍ پېښه بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button