کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵، کب، ۱۴۰۴ل)
یوې امنیتي سرچینې “کابل ټکی کام” وېب پاڼې ته تائید کړه، چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو یو ځل بیا پراخ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې څه باندې ۵۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغه بریدونه له کندهار، ننګرهار او پکتیا نیولې تر خوست پورې په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي.
ویل کېږي چې د مرګژوبلې ترڅنګ د پاکستان لس پوستې هم نیول شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې په وروستیو ورځو کې پر پاکستاني پوستو بریدونو زور اخیستی او افغان ځواکونو پکې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي.
تر اوسه د پاکستاني چارواکو له لوري د دغو بریدونو او اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.


















