ایران: د «ابراهام لنکن» الوتکه‌وړونکې بېړۍ تر بریدونو وروسته له سیمې شاتګ ته اړ شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ کب، ۱۴۰۴ل)

د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند ویلي، چې د امریکایي اشغالګرو د «ابراهام لنکن» په نامه الوتکې وړونکې بېړۍ چې غوښتل یې د “هرمز تنګي” د مدیریت په موخه د عمان سمندر کې د ایران سمندري پولو ته نږدې شي، د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” د سمندري ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو تر ځپونکي برید لاندې راغلې ده.

د نوموړي په وینا، دغه بېړۍ هغه مهال د ایران له سمندري پولو شاوخوا ۳۴۰ کیلومتره واټن کې وه، خو د ډرونونو له برید وروسته له خپلو ویجاړونکو بېړیو سره په چټکۍ له سیمې وتښتېده.

هغه زیاته کړه چې یاده بېړۍ تر اوسه له سیمې څخه څه باندې زر کیلومتره شاتګ کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button