د ایران وسله والو ځواکونو عُمان کې د امریکا سفارت په نښه کړ

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي، چې د ایران وسله والو ځواکونو په عُمان کې د امریکا سفارت په نښه کړی او پر دغه ډیپلوماتیک مرکز یې برید ترسره کړی دی.
د راپورونو له مخې، دغه برید د ایران او امریکا ترمنځ د زیاتېدونکو کړکېچونو په لړ کې شوی، خو د اوښتو احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه لا تر اوسه کره جزییات نه دي خپاره شوي.
ځینو سرچینو ویلي، چې د برید وروسته د سفارت شاوخوا سیمه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا ورځ تر بلې زیاتېږي او د پوځي نښتو د پراخېدو اندېښنې هم ورسره ډېرې شوې دي.



