ایران پر تل ابیب پراخ بریدونه پیل کړل؛ د سپاه ویاند: تر اوسه مو یوازې ۲ سلنه وسلې کارولي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ کب، ۱۴۰۴ل)
ایراني پوځ اعلان کړی، چې د اسراییلو پر پلازمېنې تل ابیب او یو شمېر نورو سیمو یې پراخ بریدونه پیل کړي دي.
د راپورونو له مخې، د ایران وسله والو ځواکونو د «ارش» په نوم بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله د اسراییلو پر ځینو ټاکلو موخو بریدونه کړي دي.
د پوځ په وینا، دغه ډرونونه په دقیق ډول د مخکې ټاکل شویو هدفونو پر لور توغول شوي دي.
بل لور ته د سپاه پاسداران ویاند ویلي، چې د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه یوازې د ایران د پوځي وړتیاوو شاوخوا دوه سلنه کارول شوې دي.
د نوموړي په وینا، که اړتیا شي نو ایران د لا سختو او پراخو بریدونو توان هم لري.
تر دې مهاله د یادو بریدونو له امله د اوښتو احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه کره جزییات نه دي خپاره شوي، خو سیمه کې د امنیتي وضعیت د لا ترینګلتیا راپورونه ورکول کېږي.



