پر اسراییلو د ایران توغندیز بریدونه؛ په ځینو سیمو کې پراخې ویجاړۍ رامنځته شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د ایران له لوري پر اسراییلو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو له امله د پلازمینې تل ابیب په ګډون ځینو سیمو کې پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې دي.
سرچینې وايي، چې د دغو بریدونو په پایله کې ۱۰۰۰ ودانۍ او بنسټیز تاسیسات سخت زیانمن شوي او په ځینو سیمو کې د چاودنو له امله اورونه هم بل شوي دي.
تر اوسه د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو راپورونه ښيي چې د اسراییلو په بېلابېلو سیمو کې بیړني خدمات او ژغورونکې ډلې د پېښو ځایونو ته رسېدلې دي.
بل لور ته، د یادو بریدونو وروسته د سیمې وضعیت لا پسې ترینګلی شوی او شنونکي د لا زیات تاوتریخوالي او د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.



