د وعد صادق ۴ عملیاتو ۲۰مه څپه؛ اسرائیلي چارواکی: د ایران د نن شپې بریدونو کې ګڼ کسان وژل شوي او ودانۍ ویجاړې شوې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)

د صهیونیستي ريژیم یو پوځي چارواکي د نوم نه اخیستو په شرط اسرائیلي ۱۲ خبري آژانس سره خبرو کې اعتراف کړی، چې د ایران د نن شپې په بریدونو کې ګڼ کسان وژل شوي، نادرکه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا بریدونه د وعد صادق ۴ عملیاتو د شلمې څپې په لړ کې ترسره شوي، چې پکې د ایران له لوري پر بېلابېلو هدفونو توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې ویشتل شوي دي.

اسرائیلي سرچینو ویلي، د دغو بریدونو له امله ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې او په ځینو سیمو کې اورلګېدنې او پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

تر اوسه یادو بریدونو کې د کره تلفاتو او زیانونو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو راپورونه ښيي چې د بریدونو نوعیت ته په کتو یې د پراخو مالي او ځاني زیانونو اټکل کیدلی شي.

د ژغورنې ډلې لا هم د زیانمنو سیمو په پاکولو، د نادرکه کسانو په پیدا کولو او د ټپیانو په لېږدولو بوختې دي.

ایراني رسنیو بیا ویلي، چې دغه بریدونه د اشغال شوې خاورې پر مهمو پوځي او امنیتي هدفونو ترسره شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button