د څه باندې ۸۰۲ میلیونه افغانیو په پانګونې د خوست د سرو زرو کان د استخراج تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان د استخراج تړون د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري او د جاوید خان نیازي د کانونو د استخراج او پروسس سوداګریز شرکت د رئیس ترمنځ لاسلیک شو.
د وزارت په وینا، دغه کان ۰.۶۱۸۵۰۳ کیلومتره مربع مساحت لري او تړون یې د پنځو کلونو لپاره شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، یاد شرکت به په دې پروژه کې شاوخوا ۸۰۲ میلیونه او ۴۷۶ زره افغانۍ پانګونه وکړي او د سیمې خلکو ته به ټولنیز خدمات هم وړاندې کړي.
وزارت زیاتوي، د دې کان له عوایدو څخه د اسلامي امارت ونډه ۶۰ سلنه ټاکل شوې، او شرکت ژمنه کړې چې د تړون ټول شرایط به په روڼتیا او ټاکلي وخت عملي کړي.



