دفاع وزارت: افغان ځواکونو په پاکستان کې د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونو کې مهم هدفونه له منځه وړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي، د اسلامي امارت هوايي ځواک تېره شپه د پاکستان د بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو په ځینو سیمو کې د داعش خراسان څانګې او د «شر او فساد» پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي. وزارت وایي، دغه مرکزونه د افغانستان پر وړاندې د بریدونو د پلان جوړونې لپاره کارېدل.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، بریدونه د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان او د چاغي ولسوالۍ د شکرآب په سیمو، او همداراز د خیبرپښتونخوا د اورکزیو ایجنسۍ د قمبرخیلو په سیمه کې ترسره شوي دي. وزارت ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې مهم او مطلوب هدفونه په نښه شوي دي.
دفاع وزارت زیاته کړې، افغانستان به له دې وروسته د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ ته د دوام فرصت ور نه کړي او د خپلو امکاناتو په کارولو سره به دا ډول ګواښونه له منځه یوسي. تر اوسه د پاکستان لوري د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button