بصره کې چاودنې؛ د امریکا د تیلو قراردادي شرکت KBR ودانۍ په نښه شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، ایران د عراق د بصرې نړیوال هوایي ډګر ته نږدې د “بُرجسیه” د تیلو کمپلیکس او د امریکا د خصوصي لوژستیکې شرکت KBR ودانۍ په نښه کړې ده، چې له امله یې پراخه اور لګېدنه رامنځته شوې ده.
راپورونه وایي چې چاودنې د صنعتي او لوژستیکي سیمې په هغه ځای کې شوې چې د KBR شرکت ودانۍ او ګودامونه پکې موقعیت لري.
KBR د امریکا د دفاع وزارت قراردادي شرکت بلل کېږي او په عراق کې د لوژستیک، انجینرۍ او انرژۍ په برخو کې خدمات وړاندې
کوي.
د راپورونو له مخې، په دغه سیمه کې ځینې نور د انرژۍ بهرني شرکتونه هم هدف ګرځېدلي او د امنیتي اندېښنو له امله د هغوی کارکوونکي له سیمې ایستل شوي دي.
ځايي شاهدان وایي، چې د چاودنو وروسته لویې اورلمبې پورته شوې او د امنیتي ځواکونو د سایرنونو غږونه د اوږدې مودې لپاره اورېدل کېدل.



