افغان دفاع وزیر: که پر کابل برید وشي اسلام اباد به هم خوندي پاتې نه شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي چې که پر کابل برید وشي، نو اسلام اباد به هم خوندي پاتې نه شي.
ملا محمد یعقوب له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، چې که کابل ناامنه کېږي، اسلاماباد به هم ناامنه شي.
نوموړي ویلي، چې د یوې افغانې کورنۍ د غچ په بدل کې لسګونه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د مولوي محمد یعقوب مجاهد په وینا، د دوی درد د ډیورند فرضي کرښه ده. مجاهد ویلي که جګړه اوږده شي، دوی چمتو دي چې حتی لس کاله نور هم وجنګېږي.



