د عامې روغتیا وزیر د بریټانیا له ځانګړي استازي سره د روغتیايي سکټور پر پیاوړتیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینزي سره پر لیکه لیدنه کړې او د هېواد د روغتیايي سکټور د وضعیت او پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي، د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د اکمال تخصص پروګرام په اړه بحث شوی دی. دواړو لورو همداراز د نړۍوالو ادارو له لوري د افغانستان د روغتیايي سکټور د ملاتړ او همکاریو پر دوام خبرې کړې دي.
نور جلال جلالي د افغانستان له روغتیايي سکټور سره د بریټانیا د مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې په ځینو مهمو برخو کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره لا زیاتو همکاریو ته اړتیا ده.
بل لور ته ریچارډ لینزي د افغانستان د روغتیايي سیستم د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړی دی.



