د پاکستاني پوځي رژيم هوايي بریدونو کې ۵ ملکيان شهيدان، ۴ ټپیان او ګڼ کورونه ویجاړ شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت مرستيال وياند مولوي حمدالله فطرت ویلي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د پکتیا، پکتیکا، خوست او کنړ په څو ولسوالیو کې د پاکستاني مليشو هوايي بریدونو له امله ۵ ملکي وګړي شهيدان شوي، ۴ تنه ټپیان شوي او ګڼ کورونه، دوکانونه او جوماتونه ویجاړ شوي دي.

په پکتیا کې د څمکنيو او پټان ولسوالیو بریدونو کې یو تن شهيد او یو بل ټپي شوی، لس کورونه، ۱۴ دوکانونه، دوه مارکېټونه او یو جومات ویجاړ شوي دي.

په پکتیکا کې دوه ملکي وګړي شهیدان شوي، شپږ کورونه او څو دوکانونه زیانمن شوي، او په خوست کې یو کليوال شهيد، دوه ځوانان ټپیان شوي، لس کورونه او یو جومات تخریب شوی او تر ۱۰۰ زیاتې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

همداراز په کنړ ناړۍ ولسوالۍ کې شاوخوا ۶۰ درنې مرمۍ ویشتل شوې چې ځاني زیان نه لري، خو مالي تاوانونه یې اړولي او د دوکلام مرکزي کلي دويالي بند یې هم ویجاړ شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button