د وعد صادق ۴ عملیاتو ۲۵مه څپه؛ پر اسرائیلو د ایران ځپونکي عملیات پیل شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د دفاع وزارت اعلان کړی، چې د «ریښتینې ژمنې ۴» پوځي عملیاتو پنځه ویشتمه څپه د قدر او فتح بالستیک توغندیو په کارولو سره پیل شوې ده.
د یاد وزارت په وینا، دغه بریدونه د روانو عملیاتو د دوام برخه ده او ټاکل شوي اهداف پوځي مرکزونه او ستراتیژیک ځایونه بلل شوي دي.
چارواکو ویلي چې په دې څپه کې له لرې واټن ویشتونکو توغندیو کار اخیستل شوی څو ټاکل شوي هدفونه په دقیق ډول وویشتل شي.
د ایران د دفاع وزارت همداراز ټینګار کړی چې یاد عملیات به تر هغه دوام ولري، څو د دوی په وینا «ټاکلي اهداف» بشپړ شي او د اړتیا په صورت کې به نورې څپې هم ترسره شي.



