سوډاني ولسمشر: که پر ایران ځمکنی برید وشي، د ایران ترڅنګ به ودریږو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)

د سوډان ولسمشر “عبدالفتاح البرهان ویلي، که پر ایران ځمکنی برید ترسره شي، نو هېواد به یې د ایران ترڅنګ ودریږي او د ملاتړ لپاره به یې ځواکونه ایران ته واستوي.

د سوډاني ولسمشر په وینا، دوی د سیمې وروستي پرمختګونه له نږدې څاري او ټینګار کوي، چې د هر ډول بهرني یرغل پر وړاندې به د ایران ملاتړ وکړي.

سرچینې زیاتوي، چې سوډان دا دریځ په داسې حال کې اعلانوي چې په منځني ختیځ کې د ایران او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ او پوځي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button