د پاکستاني پوځي رژيم توغندیز برید له امله تورخم کې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او سوداګرو ته ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې د پاکستاني پوځي رژيم د توغندیز برید له امله یو سوداګریز مارکېټ سوځېدلی او افغان سوداګرو ته شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی. دا پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې رامنځته شوې ده.
د تورخم ښاروال مولوي عبدالله مصطفی وایي، په دغه برید کې نږدې ۱۵۰ دوکانونو اور اخیستی او په بشپړ ډول سوځېدلي دي.
د هغه په وینا، د دوکانونو د سوځېدو له امله سوداګرو ته دروند مالي زیان رسېدلی دی.



