پر اسرائیلو د ایران بریدونه؛ په حیفا کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل کېږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي چې د ایران له لوري پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو په دوام، د اشغالي فلسطین په حیفا ښار کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د سیمهییزو رسنیو د معلوماتو له مخې، د بریدونو له پیل سره سم په حیفا او شاوخوا سیمو کې د خطر زنګونه هم غږېدلي او خلک خوندي ځایونو ته تښتېدلي دي.
لومړني راپورونه ښيي چې څو توغندي د ښار په بېلابېلو برخو کې لګېدلي، چې له امله یې د چاودنو درانه غږونه اورېدل شوي او د اور لګېدنې نښې هم لیدل شوي دي.
تر اوسه د دې بریدونو له امله د احتمالي مرګژوبلې او زیانونو په اړه کره جزییات نه دي خپاره شوي، خو اسرائیلي چارواکو د وضعیت د ارزونې خبر ورکړی دی.
دا بریدونه د ایران له لوري د روانو پوځي عملیاتو د لړۍ ۲۰ مه څپه بلل کېږي چې پکې د اسرائیلو بېلابېل پوځي او ستراتیژیک هدفونه په نښه کېږي.



