د سپاه ویاند: الظفره امریکایي اډه کې نږدې ۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک ویاند ویلي، چې د متحده عربي اماراتو په “الظفره” کې د امریکایي اشغالګرو پوځي اډه باندې د بریدونو له امله نږدې ۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ویاند د معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې ګڼ امریکایي پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

تر اوسه د امریکا یا د متحده عربي اماراتو چارواکو د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

راپورونه ښيي چې دغه بریدونه د ایران له لوري د روانو پوځي عملیاتو په دوام کې ترسره شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button