د اسراییلو پوځ ويلي، چې تهران کې يې د ایران د پوځ د سونګ څو زېرمې په نښه کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۴ل)

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د ایران په پلازمېنه تهران کې یې د هغو سونګ زېرمو پر ضد بریدونه کړي چې د دوی په وینا د ایران د پوځي ځواکونو له لوري کارول کېدې.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بریدونه د هوايي ځواک له خوا ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات د پوځي استخباراتو څانګې د دقیقو معلوماتو او د عملیاتو د څانګې په همغږۍ ترسره شوي، چې پکې د تهران په بېلابېلو سیمو کې د سونګ د زېرمو څو تاسیسات بمبار شوي دي. ویل کېږي چې د ایران پوځ دغه زېرمې د خپلو پوځي بنسټونو د فعال ساتلو لپاره کارولې.

د اسراییلو پوځ دا برید «مهم ګام» بللی او ویلي یې دي چې دا د ایران د پوځي بنسټونو پر وړاندې د عملیاتو د پراخېدو یوه بله مرحله ده او ټینګار يې کړی چې د اسراییلو پر ضد د احتمالي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button