لاریجاني: د ټرمپ ستراتیژي ناکامه شوې؛ په سیمه کې یو شمېر امریکايي سرتېري نیول شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني ویلي چې د ایران پر ضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتیژي ناکامه شوې ده. نوموړي ادعا کړې چې په سیمه کې یو شمېر امریکايي سرتېري نیول شوي، خو د دې سرتېرو د نیولو د ځای او د نیوونکو د هویت په اړه یې دقیق جزییات نه دي ورکړي.
لاریجاني وویل چې د ایران قضايي ارګانونه به د هغو کسانو پر ضد «قاطع اقدامات» وکړي چې د ده په وینا له بهرنیو دښمنو لورو سره همکاري کوي او زیاته يې کړه چې د ایراني چارواکو یووالی او د خلکو ملاتړ د هېواد د ثبات او د ملي لاسته راوړنو د ساتنې لپاره مهم دي، او د بهرنیو لاسوهنو له لارې د داخلي اختلافاتو د رامنځته کولو هڅې به ناکامې شي.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د امریکا پوځي فشارونه خپلې موخې ته نه دي رسېدلي او د ایران پر وړاندې د ټرمپ تګلاره «ستراتیژیکه ناکامي» ده.
د هغه په وینا، ایران به د هر ډول برید پر وړاندې خپل غبرګون ته دوام ورکړي او د هېواد پر ضد د ترسره شويو اقداماتو بیه به له مخالفینو واخیستل شي.



