ایران ته د سعودي عربستان خبرداری: د بریدونو په دوام کې به امریکا ته د اډو کارولو اجازه ورکړو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۴ل)

د رويټرز د راپور له مخې، سعودي عربستان ایران ته خبرداری ورکړی چې که د سعودي خاورې او د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه دوام وکړي، نو ریاض به امریکا ته اجازه ورکړي چې د خپلو پوځي عملیاتو لپاره له سعودي اډو کار واخلي. څلورو باخبرو سرچینو ویلي چې سعودي چارواکو ټینګار کړی چې د شخړې د حل لپاره دیپلوماتیکه لاره غوره ګڼي.

د راپور له مخې، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په خبرو کې ویلي چې ریاض د تاوتریخوالي د کمېدو او سیاسي حل لپاره هر ډول منځګړیتوب ته چمتو دی.

خو هغه خبرداری ورکړی چې که د سعودي خاورې یا د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو بریدونه دوام ومومي، نو سعودي عربستان به اړ شي امریکا ته اجازه ورکړي چې له خپلو پوځي اډو څخه عملیات ترسره کړي.

سرچینې زیاتوي چې سعودي عربستان د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې، چې د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو پوځي عملیات پیل شوي، له تهران سره د خپل سفیر له لارې اړیکې ساتلې دي.

بلخوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د ایران موقتي مشرتابه شورا پرېکړه کړې چې پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه وځنډوي، تر هغه چې د هغوی له خاورې پر ایران برید ونه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button