کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)
له هغه وروسته چې په ایران کې نوی مذهبي رهبر وټاکل شو، راپورونه وایي چې تهران د اسراییلو او متحدینو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د راپورونو له مخې، ایراني ځواکونو د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په کارولو سره په بېلابېلو هدفونو بریدونه کړي دي.
ویل کېږي چې دا عملیات د سیمې د وروستیو تاوتریخوالو او پوځي نښتو په غبرګون کې ترسره کېږي.
ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې د اسراییلو او ملاتړو پر ضد به د دوی عملیات دوام ولري او که اړتیا وي، د سیمې په کچه به نور اقدامات هم ترسره شي.
په همدې حال کې د وضعیت د لا خرابېدو له امله د منځني ختیځ د امنیتي حالاتو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.


















