تېره ورځ ۷۵ کډوالې کورنۍ د هېواد له بېلابېلو لارو افغانستان ته راستنې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې تېره ورځ ټولټال ۷۵ افغان کډوالې کورنۍ د نیمروز، هرات او کندهار له بندرونو هېواد ته داخلې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، ۳۸ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، ۱۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې او ۲۲ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلې دي.

مسؤلین وایي چې له دغو کورنیو څخه ۳۴ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او سلګونو نورو ته د مرستندویو بنسټونو له لوري بېلابېلې بشري مرستې هم وېشل شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button