د عراق اسلامي مقاومت سازمان کویټ، بحرین او اردن کې پر امریکایي پوځي اډو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د عراق اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” اعلان کړی، چې د کویت، بحرین او اردن کې یې د امریکایي اشغالګرو په پوځي اډو بریدونه ترسره کړي دي.
د یادې ډلې په وینا، دغه بریدونه د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله شوي او په یادو هېوادونو کې د بهرنیو ځواکونو اړوند پوځي تاسیسات پکې په نښه شوي دي.
سرچینې وایي چې د بریدونو له امله په ځینو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو تر اوسه د مرګژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د عراق اسلامي مقاومت سازمان تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په سیمه کې د بهرنیو پوځي اډو پر ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.



