اردوغان ایران ته خبرداری ورکړ: پاروونکې کړنې د ترکیې سره دوستي له خطر سره مخ کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ایران ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د تهران ځینې «ناسمې او پاروونکې کړنې» د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي له خطر سره مخ کوي. اردوغان وویل، سره له دې چې ترکیې ایران ته صادقانه خبرداری ورکړی، خو لا هم داسې اقدامات روان دي چې باید دوام ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې ایران باید پر خپلو تېروتنو ټینګار او دوام بند کړي په وینا يې، دا ډول چلند د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسوي او اړتیا ده چې ژر تر ژره ودرول شي.

بلخوا د ترکیې دفاع وزارت مخکې اعلان کړی و چې د ناټو د هوايي او توغندیز دفاعي سیستمونو هغه بالستیک توغندی ویشتلی چې له ایران څخه توغول شوی او د ترکیې هوايي حریم ته له ننوتلو سره سم له منځه وړل شوی دی.

د وزارت په وینا، د توغندي پاتې شوني د غازي عنتاب ښار په غیر مېشتو سیمو کې لوېدلي او هېڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button