کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې شنونکي ډېوېډ اګناشیوس په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي چې د اسراییلو ځینې لوړپوړي چارواکي له ایران سره د روانې جګړې د پراخېدو او اوږدېدو په اړه اندېښنه لري.
د راپور له مخې، دغه چارواکي د جګړې د احتمالي پای لارو په اړه بحث کوي او اندېښنه لري چې د جګړې دوام به د سیمې امنیت او نړیوال اقتصاد ته لا ډېر زیان ورسوي، په داسې حال کې چې د جګړې د درولو پرېکړه تر ډېره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دریځه پورې تړلې بلل کېږي.
په مقاله کې د یوه لوړپوړي اسراییلي چارواکي له قوله ویل شوي چې که څه هم د اسراییلو او امریکا بمبارۍ د ایران د پوځي او اټومي پروګرام پر وړاندې خپلې ځینې پوځي موخې ته نږدې شوې دي، خو د جګړې دوام لګښتونه زیاتوي او ښايي د منځني ختیځ کړکېچ لا پراخ کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د رژیم نسکورول یوازینۍ سناریو نه ده او کېدای شي ایران د جګړې د درولو لپاره د اوربند پیغامونه ولېږي، ځکه «هیڅوک نه غواړي یوه نه ختمېدونکې جګړه پیل شي».

















