یمني ځواکونو پر اشغال شوې فلسطین توغندیز او بې‌پیلوټه بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)

یمني ځواکونو اعلان کړی، چې د اشغال شوې فلسطین پر یو شمېر ښارونو یې توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي دي.

د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د دغو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې په عملیاتو کې پراخه ویجاړي او مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي ګواښ کړی چې که پر ایران بریدونه ونه درېږي، د مقاومت محور ځواکونه چمتو دي چې دا ډول نور ځپونکي عملیات هم ترسره کړي.

د یمني ځواکونو په وینا، د دوی تازه عملیات د امیرالمؤمنین حضرت علي ابن ابي طالب رضی الله عنه په نوم نومول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button