ایران: په الظفره او الجفیر اډو کې د امریکايي سرتېرو د تجمع ځایونه په نښه کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند ویلي، چې د متحده ایالاتو د سرتېرو د تجمع ځایونه د الظفره او الجفیر په پوځي اډو کې په نښه شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه بریدونه د ایراني ځواکونو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړې چې یاد هدفونه د دقیقو بریدونو له لارې ویشتل شوي، خو د بریدونو د پایلو او احتمالي زیانونو په اړه نور جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.



