پر تل ابیب د ایران توغندیز بریدونه؛ پراخې ویجاړۍ رامنځته شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي چې د ایران لخوا د پیل شویو “وعد صادق ۴) ځپونکو عملیاتو په ۳۶ څپه کې د اسرائیلي پلازمېنې “تل ابیب” پر ګڼو سیمو خونړي بریدونه ترسره شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه بریدونه سخت تخریبي او دقیق هدفمند بلل شوي، چې له امله یې په ښار کې د فشار او پراخې ګډوډۍ فضا رامنځته شوې ده.
د اسرائیلو د دفاع وزارت ویلي، چې بریدونو کې ځینې هدفونه په نښه شوي او یو شمېر ودانۍ او بنسټونه زیانمن شوي دي؛ خو د تلفاتو په اړه لا هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.
دا تازه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې منځني ختیځ کې کړکېچونه زیات شوي او نړیوالې ټولنې د جګړې د لا پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.



