سپاه پاسداران په سیمه کې د امریکا او اسرائیل د ټکنالوژیکو زیربناوو د نښه کولو اعلان وکړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې په سیمه کې یې د امریکا او اسرائیل د ټکنالوژیکو زیربناوو د نښه کولو لړۍ پیل کړې ده.

د یادې ادارې په وینا، دا ګام د وروستیو کړکېچونو په غبرګون کې اخیستل شوی او موخه یې هغه تاسیسات دي چې د امریکا او اسرائیل له ګټو سره تړاو لري.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په نښه کېدونکو اهدافو کې د امریکايي شرکتونو ځینې معلوماتي مرکزونه هم شامل دي.

په دغو کې په متحده عربي اماراتو کې د Google Cloud، Microsoft Azure، Amazon AWS او IBM د معلوماتو مرکزونه، همدارنګه په سعودي عربستان کې د Oracle او Google ځینې مرکزونه او په بحرین کې د Amazon AWS مرکزونه یاد شوي دي.

په راپور کې همداراز د انټرنېټ ځینې بحري کیبلونه لکه TAMA، 2Africa او FLAG، د استخباراتي او څار ځینې تاسیسات په قبرس او اسرائیل کې، او د سیمې ځینې د نفتو او ګازو تاسیسات لکه د سعودي عربستان د رأس تنوره تصفیه خانه او د متحده عربي اماراتو د انرژۍ ځینې منصې هم د احتمالي اهدافو په توګه یاد شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button