ولسمشر: پزشکیان پر هغو امریکایي اډو به بریدونه دوام مومي چې د ایران پر ضد کارول کېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزشکیان” ویلي، چې هېواد به یې په منځني ختیځ کې پر هغو امریکایي پوځي اډو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، چې د ایران پر وړاندې د بریدونو لپاره کارول کېږي.
پزشکیان ټینګار کړی، چې دغه بریدونه د ایران د امنیت او ملي حاکمیت د دفاع لپاره ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې ایران د سیمې له هېوادونو سره د جګړې نیت نه لري؛ خو د هر ډول ګواښ پر وړاندې به خپل دفاعي اقدامات روان وساتي.



