ډونالډ ټرمپ: په ایران کې د هدف ګرځولو لپاره هېڅ نه دي پاتې؛ جګړه به ژر پای ته ورسېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له «اکسیوس» وېبپاڼې سره په لنډې ټیلیفوني مرکې کې ویلي، چې د ایران پر ضد جګړه ښايي ډېر ژر پای ته ورسېږي، ځکه د هغه په وینا په ایران کې د هدف ګرځولو لپاره عملي ډول نور مهم هدفونه نه دي پاتې.
نوموړي زیاته کړې: «یوازې یو څو کوچني هدفونه پاتې دي او هر وخت چې وغواړم جګړه پای ته رسولی شو.»
ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د امریکا او اسراییلو چارواکي وایي د جګړې د درولو لپاره تر اوسه کومه رسمي داخلي پرېکړه نه ده شوې.
د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتس ویلي، چې جګړه به د وخت له ټاکلي محدودیت پرته تر هغه دوام وکړي څو ټول ټاکل شوي هدفونه ترلاسه شي.
بلخوا امریکایي او اسراییلي چارواکي وایي د ایران پر ضد د بریدونو لړۍ ښايي لږ تر لږه دوه اوونۍ نور هم دوام وکړي.
د راپورونو له مخې امریکا دا هم ویلي چې ایران د هرمز تنګي کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو هڅه کړې وه، خو امریکایي ځواکونو د دغو هڅو د شنډولو ترڅنګ ۱۶ کښتۍ له منځه وړې دي.



