خامنه‌ اي: د شهیدانو د وینو غچ نه پرېږدو او د هرمز تنګي تړل باید دوام وکړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران د اسلامي انقلاب مشر، سید مجتبی حسيني خامنه‌یي، ویلي چې ایران به د شهیدانو د وینو غچ هېڅکله پرې نه ږدي او ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګي تړل باید دوام پیدا کړي.

نوموړي همداراز ویلي چې د سیمې له ګاونډیو هېوادونو سره پر دوستۍ باور لري، خو زیاته کړې یې ده چې ایران یوازې پوځي اډې په نښه کوي او که اړتیا شي، دا هدف ګرځول به دوام ومومي.

هغه غوښتنه کړې چې د سیمې ټولې امریکايي پوځي اډې باید سمدستي وتړل شي.

خامنه‌یي د بیت‌المقدس نړیوالې ورځې په مناسبت د خلکو پر پراخ حضور هم ټینګار کړی او د مقاومت جبهې له جنګیالیو یې مننه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button