کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
اسراییلي ورځپاڼې یديعوت أحرونوت راپور ورکړی، چې د بئرالسبع په ښار کې د ایراني توغنديو له لګېدو وروسته ګڼې ودانۍ ویجاړې شوي او ګڼو نورو سخت زیان لیدلی، چې له امله یې تخلیه شوې دي
.
د راپور له مخې، توغندی په یادې سیمې کې لګېدلی چې ورسره ودانیو ته پراخ زیان اوښتی او د خوندیتوب له امله چارواکو ۴۰ ودانۍ خالي کړې دي.
ویل کېږي چې د پېښې له امله په سیمه کې ویره او ګډوډي رامنځته شوې او د ژغورنې ډلې د زیانونو د ارزونې او د خلکو د خوندیتوب لپاره کار کوي.


















