ذبيح الله مجاهد: د پاکستاني رژيم الوتکو کندهار کې د کام ایر ملکي هوايي شرکت د تېلو ذخیره په نښه کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ کب، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د تیرو تجاوزونو او جنایاتو په دوام یوځل بیا پاکستاني پوځي رژیم په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکااو ځینو نورو برخو کې بمبارد وکړ، په ځینو ځایونو کې یې ملکي کورونه ویشتي چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل او په ځينو ځایونو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د پاکستان پوځي رژیم الوتکو د کندهار هوایي ډګر ته څېرمه د کام ایر خصوصي هوايي شرکت د تېلو ذخیره په نښه کړې ده. نوموړي دا څرګندونې پر خپلې اېکسپاڼې کړې دي.
مجاهد لیکلي چې یاد شرکت ملکي هوايي شرکتونو او همداراز د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد برابروي، او دا تاسیسات ملکي ماهیت لري.
هغه زیاتوي چې د پاکستان پوځي رژیم تر دې وړاندې هم د حاجي خانزاده په نوم د یوه شخصي سوداګر د تېلو ذخیرې په نښه کړې وې.
د روژې مبارکې میاشتې په آخره عشره او د اختر په درشل کې دا ډول ظالمانه تجاوز څرګندوي چې دوی هيڅ کوم انساني اصولو او اخلاقي ارزښتونوته پابنده نه دي او زياتوي چې اسلامي امارت دغه جنایت او ښکاره تیری په کلکو ټکو غندي او ان شاءالله چې دغه ظلم به بې ځوابه پاتې نشي.



