تېره شپه پاکستاني جیټ الوتکو کابل او څو ولایتونه بمبار کړي؛ په کابل کې ۳ ملکي وګړي شهیدان او ۱۵ ټپیان شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ کب، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وايي چې پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د کابل په ګډون د افغانستان په خوست ، کندهار ولایتونو کې هوايي بمبارۍ کړې دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې ملکي سیمې او اهداف په نښه شوي او د مرګ‌ژوبله يې اړولې ده.

د راپورونو پر بنسټ، د کابل ښار د یوویشتمې حوزې اړوند د څلورویشتم ګذر په سیمه کې د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري یو ملکي کور بمبار شوی، چې له امله یې درې تنه عام هېوادوال شهیدان شوي او شاوخوا پنځلس تنه نور ټپیان دي. ویل کېږي چې د ټپیانو تر څنګ نږدې کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

سرچینې زیاتوي په خوست او کندهار کې هم ملکي اهداف په نښه شوي، خو د دقیقو زیانونو او مرګ‌ژوبلې په اړه بشپړ معلومات لا نه دي خپاره شوي.

چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه رسمي جزییات نه دي ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button