سپاه پاسداران: د اشغالي فلسطین پر لور د توغندیزو بریدونو نوې څپه پیل شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران دولتي رادیو او ټلوېزیون د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” د ویاند له قوله خبر ورکړی، چې د اشغال شویو سیمو پر لور د توغندیزو بریدونو نوې څپه پیل شوې ده.

د راپور له مخې، دا بریدونه د ایران د وسله‌والو ځواکونو له لوري د روانو (وعد صادق ۴) پوځي عملیاتو په لړ کې ترسره کېږي او توغندي د دښمن پر مهمو اهدافو توغول شوي دي.

ایراني رسنیو ویلي چې د دغو بریدونو لړۍ لا هم دوام لري او ښایي په راتلونکو ساعتونو کې نور جزئیات هم خپاره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button