کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)
د هلمند د عامې روغتیا مسوولین وايي، چې د موسیکلا ولسوالۍ بازارونو، پلورنځیو او ګودامونو کې هر اړخیزه څارنه کړې چې د خوړو او درملو د څارنې ټیمونو په پایله کې ټول ۱۱ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او له منځه یووړل.
دغه اقدام د دې لپاره شوی چې د خلکو روغتیا خوندي او د احتمالي روغتیایي خطرونو مخنیوی وشي.
د هلمند عامې روغتیا ریاست چارواکي له سوداګرو او خلکو غوښتنه کړې چې د خوراکي توکو د اخیستلو پر مهال د نېټې او کیفیت شرایط په پام کې ونیسي او د صحي قوانینو احترام وکړي.















