کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې ټاکل شوې نن د افغانستان د صادراتي توکو اته محمولې د تورغونډۍ بندر او لاجورد دهلېز له لارې ترکیه ته ولېږدول شي.
د یاد وزارت په وینا، په دغو محمولو کې وچه مېوه، مربا، د خوړو پخولو دېګونه او نوشابې شاملې دي چې په وينا يې دا صادراتي توکي به له ترکیې وروسته سعودي عربستان، امریکا، اسټرالیا او هند ته هم صادر شي.
وزارت زیاتوي، د لاجورد دهلېز فعال ساتل د افغانستان د صادراتو د پراختیا لپاره مهم رول لري او هڅه کېږي د ترانزیټي اسانتیاوو په پراخولو سره د هېواد صادرات نور هم پیاوړي شي.


















